امريکایي چارواکي: اوکراین د روسیې پر ضد په دفاعي عملیاتو کې پرمختګ کړی

اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې

د امریکا یو پوځي مقام وايي، متحدایالات باور لري چې اوکراین د روسیې پر ضد په دفاعي عملیاتو کې پرمختګ کړی او لا هم د نورو بریاو لپاره د پام وړ امکانات لري.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون د اوکراین د تماس د ډلې آنلاین غونډې ته په وینا کې وویل چې د لوړې بیې له پرې کولو سره سره اوکراین د ډاډمن پرمختګ په حال کې دي او د خپل ټاټوبي د بېرته نیولو لپاره سنجول شوې، خو په عین حال کې بې‌رحمانه او خونړۍ جګړه کوي.

ميلي دې پوښتنې ته چې ایا د اوکرایني ځواکونو عملیات درېدلي دي په ځواب کې وویل چې د روسیې ځمکنیو ماینونو د متقابلو عملیاتو بهیر پڅ کړی ځکه اوکرایني پوځیان له هغو کلکو سنګرونو سره مخامخ دي چې د ماینونو، ټانکونو، او اغزن سیم او خندقونو خنډونه په کې دي.