د جي‌شل۲۰ غونډه د اوکراين د جګړې پر سر د اختلافاتو له امله بې‌پايلې شوه

ارشیف: د جي شل هېوادونو د ماليې وزیرانو د یوې غونډې انځور

د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو د ډلې یا جي‌شل د مالي چارو د چارواکو پرونۍ غونډه د اوکراین د جګړې پر سر د اختلافونو له وجې بې له کومې نتیجې پای ته ورسېده.

د دې غونډې د اسنادو لنډیز چې د غونډې کوربه هېواد هند خپور کړی دی، ښيي چې د اوکراین د جګړې د غندنې د سند د ادبیاتو څرنګوالی او د روسیې له‌خوا د تور سمندرګي له لارې د غنمو د صادراتو د موافقې د ځنډولو پر وړاندې اعتراض د ګډونوالو د اختلاف اصلي ټکي وو.

هند چې سږکال د جي‌شل ډلې دوره يي مشري کوي، په پرله‌پسې ډول د ډلې له غړو غوښتي دي چې که د اوکراین په مسئله کې یووالی ممکن نه وي، خو په نورو مسایلو کې باید توافق ولري.