شمالي کوریا یو امریکايي سرتېری نیولی

د شمالي او جنوبي کوریا ګډه پوله. ویل کیږي، چې امریکایي سرتېری له جنوبي کوریا څخه شمالي ته اوښتی

د امریکا د متحدو ایالتونو یو سرتېري چې له جنوبي کوریا په وسلو له سمبال شوې پولې شمالي کوریا ته اوښتی و، نیول شوی دی.

د امریکا پوځ پرون سې شنبه وویل، دغه سرتېری له اجازې پرته په لوی لاس شمالي کوریا ته اوښتی دی.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د خبر له مخې، دا په څه کم پنځو کلونو کې لومړی وار دی، چې یو امریکايي وګړی په شمالي کوریا کې نیول کېږي، هغه هم داسې وخت د دغه هېواد د اټومي پروګرام له کبله کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.

دا چې دغه سرتېری څنګه او ولې له پولې اوښتی دی او ایا په دې وخت کې په وظیفه کې و که نه؟ سم د لاسه جزییات نه دي ورکړل شوی.

امریکايي چارواکو دغه څرګندونې د نومونو نه ښوولو په شرط کړي، ځکه پر دې موضوع یې د خبرو صلاحیت نه درلود.