د طالبانو لخوا د محرم د لسمې د مراسمو پر محدودولو اعتراض وشو

ارشیف: د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ پر مهال د محرم د لسمې لومړني مراسم.

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا وايي، د طالبانو حکومت ورته د محرم د لسمې د مراسمو د محدودولو خبره کړې ده.

د شیعه عالمانو شورا پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت د دوی لخوا د تشکیل شوې کمېټې له غړو سره په کتنه کې د امنیتي ګواښونو له کبله د محرم د اماکنو او مراسمو د محدودولو غوښتنه مطرح کړې ده.

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا غوښتنه لري، چې په کابل او ولایتونو کې د تېرو کلونو په څېر د محرم د لسمې مراسم شاندار او پراخ وي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د شیعه هېوادوالو د مذهبي مراسمو ازادي پر خپل ځای ده او امنیتي ادارو ته ورته امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

مجاهد ویلي، د بشپړ امنیت او احتیاطي تدابیرو لپاره په ځینو ځایونو کې د لویو غونډو جوړول یا په ډله‌ییز ډول تګ راتګ محدود شوی.