بنګله دېش سره سیالي؛د افغانستان الف لوبډلې په ۲۱ منډو وبایلله 

د افغانستان -بنګله دېش کرکټ سیالي ارشیف

د بنګله‌دېش الف لوبډلې د اسیا ایمرجینګ سیالیو په ترڅ د ۲۱ منډو په تفاوت افغان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شوې وه او بنګله‌دېشۍ لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه.

یادې لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو په پوره ۵۰ اورونو کې ۳۰۸ منډې وکړې.

د بنګله‌دېش په پاڼۍ کې محمودالحسن ۱۰۰ او ذاکر حسن ۶۲ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې دا ځل سلیم ساپي ۴، ابراهیم، ضیااکبر او اظهارنوید یوه یوه وېکټ وسوځوله.

د افغانستان الف لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو او پوره پنځوس اورونو تر لوبولو وروسته ۲۸۷ منډې جوړې کړې.

په افغان توپوهوونکو کې ریاض حسن ۷۸ او بهیر شاه محبوب ۵۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسیا ایمرجینګ سیالیو په ترڅ کې افغان لوبډلې خپلې لومړنۍ دوه لوبې له عمان او سریلانکا لوبډلو ګټلې وې.

د نن ورځې ترپایه به د سریلانکا او عمان لوبډلو د لوبې تر پایلې وروسته څرګنده شي، چې افغان لوبډله نیمه پایلوبې ته رسيږي کنه.