د طالبانو د حکومت ادعا: تېره مياشت له ۱۰۰ ميليون ډالرو ډېر صادارت شوي

ارشیف: په بېلابېلو توکو بار د افغان سوداګرو موټرې چې پاکستان ته د تلو په تمه ولاړې دي.

تېره میاشت افغانستان له ۱۰۰ میلیونو ډالرو ډېر صادرات او له ۸۱۰ میلیون ډالرو ډېر واردات کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصاییې او اطلاعاتو د ملي ادارې شمېرې ښيي چې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

د وارداتو زیاته برخه له چین، ایران، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې او هند څخه وو.

افغانستان خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وريجې، مصالحې او همدارنګه ماشینري او سون توکي له بهر څخه واردوي.

د افغانستان ستر صادرات سکاره، تازه او وچه مېوه، غالۍ او قیمتي ډبرې دي.