کرکټ؛ 'آی سي سي' جاناتن ټروټ او عظمت‌الله عمرزی جريمه کړي

افغان کرکټ لوبغاړی عظمت الله عمرزی

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم مشر روزونکی جاناتن ټروټ او چټک بالر عظمت الله عمرزی د کرکټ نړیوالې شورا له خوا جریمه شوي.

د کرکټ نړیوالې شورا په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دوی دواړو له بنګله‌دېش سره د دویمې شل اووریزې لوبې پر مهال د اصولو خلاف عمل کړی.

له دوی دواړو د لوبې ۱۵ فیصده پيسې کمې شوي او هم د اخلاقو یوه یوه نمرې ترې کمه شوې ده.

د اعلامیې پر اساس د افغانستان سر روزونکي جاناتن ټروټ د باران په سبب د لوبې د وخت د بیا بیا ځنډېدو په خاطر له لوبڅارانو سره لانجه کړې وه.

اعلامیه کې راغلي چې افغان بالر عظمت‌الله عمرزي له بنګله‌دېشي لوبغاړي توحید هریدوی په سوځولو سره هغه ته له ډېر نږدې له میدانه د وتلو اشاره کړې وه.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې، د افغانستان روزونکي او لوبغاړي دواړو خپلې تېروتنې منلي او پرېکړې ته یې غاړه اېښې.

افغانستان له بنګله‌دېش سره دوه شل اوریزې لوبې وکړې چې دواړه یې وبایللې.

په وروستۍ لوبه کې چې د یکشنبې په ورځ وشوه د افغانستان د لوبې پرمهال باران لوبه لږ څه وځنډوله خو افغان لوبغاړي او روزونکي دې حالت ته اندېښمن وو.

بلاخره افغانستان په ۱۷ اورونو کې ۱۱۶ منډې وکړې او بنګله‌دېش بیا د ۶ وېکټو په توپیر لوبه وګټله.