د جنوبي ولایتونو ۱،۷ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین پيل شو

په افغانستان کې د پولیو واکسین یو مخکینی انځور

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د جنوب په پنځو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د واکسین د پیل خبر ورکوي.

باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، لیکلي: په کندهار، هلمند، روزګان، زابل او نیمروز ولایتونو کې د واکسین د دې څلور ورځني کمپاین په ترڅ کې به ۱،۷ میلیون ماشومان د پولیو د ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په کچه د پولیو ناروغۍ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي.