طالبانو پر نجونو او مېرمنو د محدوديت په اړه د يوناما راپور رد کړ 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وایي ، چې د طالبانو چارواکي د ښځو او نجونو پر حقوقو محدودیتونو ته دوام ورکوي.

یوناما نن په یوه راپور کې چې د روان کال په (مې او جون ) میاشتو کې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه په‌کې شوې، پر افغان ښځو د لګېدلو محدودیتونو ځینې مثالونه هم وړاندې کړي.

راپور زیاتوي، دغو محدودیتونو د ملګرو ملتونو پر چارو هم اغېز کړی او له تېرو څه باندې دریو میاشتو راهیسې یې له استثنایي کسانو پرته نور کارکوونکي له خپلو کورونو دندې پرمخ بیایي.

بلخوا: د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لیرې بللی.

مجاهد زیاته کړې:دا راپور یا د هغو کسانو د قول پر بنسټ برابر شوی چې له افغانستانه تښتېدلي او یا په یوناما کې د هغو کسانو په حواله چې د یوناما له نوم څخه ناوړه استفاده کوي.