په پولنډ کې د یوه رسټورانټ دننه د ډزو له کبله دوه کسان وژل شوي

پولنډي پولیس

د پولنډ د پوزنان ښار په یوه رسټورانټ کې د ډزو له کبله دوه کسان وژل شوي دي.

د پوزنان د پولیسو یوه ویاند اندژي بورویاک ویلي، چې پېښه پرون په رسټورانټ کې شوې ده.

د پوزنان د زاړه ښار په سنټ مارټین کوڅه کې د ګرځندویانو شمېر زیات وي.

د بورویاک په وینا، یو تن د پېښې په ځای کې ساه ورکړه او بل تن په روغتون کې.

د ده په وینا پولیس ډاډه دي، چې له دغو کسانو یوه یې په دې پېښه کې لاس درلود او اوس هڅه کوي چې د پېښې علت معلوم کړي.

عیني شاهدانو یوې محلي ورځپاڼې ته ویلي، چې یوه سړي پر بل ډزې وکړې او بیا یې ځان په مرمۍ وویشت.