په جنوبي کوریا کې د سختو اورښتونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو په نتیجه کې د مړو شمېر نن یکشنبه ۳۲ ته زیات شو.
د جنوبي کوریا رسنۍ راپور ورکړی، چې نن سهار شپږ مړي د دغه هېواد په مرکزي ښار اوسونګ کې له یوه سېلاب ځپلي تونل وموندل شول چې د مړو شمېر ورسره ۳۲ ته زیات شو.
لږ تر لږه لس کسان لا هم تري تم دي. چارواکي په دې باور دي، چې د مړو شمېر ښايي نور هم زیات شي.
په دغه هېواد کې د پشه کال یا موسمي بارانونه له تېرې اوونۍ روان دي، چې د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدو سبب شوي دي.
په ګڼو ساحو کې برېښنا د لنډ وخت لپاره پرچاو شوې ده.
تر ۷،۰۰۰ زیات کسان د سېلاب له خطره د خوندیتوب لپاره د دوی له کورونو نورو ځایونو ته لېږدول شوي دي.