افغانستان له بنګله‌دېش سره د کرکټ دویمه شل اوریزه سیالي کوي

د افغانستان او بنګله‌دېش د وروستۍ سیالۍ یوه څنډه

ټاکل شوې د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې نن په خپلو کې دویمه شل اوریزه سیالي وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغانستان هیله‌من دی نننۍ لوبه وګټي.

هعه ازادي راډیو ته وویل: "نړیوال او کورني روزونکي همالته له لوبډلې سره دي، پر خپلو ستونزو یې کار کړی دی. نننۍ لوبې ته کافي چمتووالی شته. هیله مو دا ده چې نننۍ لوبه به د افغانستان په بریا پای ته ورسېږي."

د بنګله‌دېش په کوبه توب دغه سیالي د کابل پر وخت د مازیګر څلورنیمې بجې پیلېږي.

بنګله‌دېش تېره جمعه له افغانستانه لومړۍ شل اوریزه سیالي په دوو ویکټو وګټله.

خو افغانستان توانېدلی له بنګله‌دېش د نړیوالو یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ وګټي.