د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له پاکستانه د استادانو د استولو غوښتنه کړې

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سفیر څخه غوښتي دي چې، د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون ته پاکستاني استادان واستوي.

د لوړو زده کړو وزارت د یوه بیان له مخې مولوي ندامحمد ندیم دا غوښتنه پرون شنبې په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره په کتنه کې وکړه.

بیان زیاتوي چې ندیم په پاکستان کې د افغان محصلانو د ویزو د ستونزې د حل غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر په داسې حال کې افغانستان ته د پاکستاني استادانو د استولو غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد زرګونه تجربه کار استادان یا له هېواده وتلو ته اړ شوي او یا په هېواد کې دننه له دندو لیرې شوي دي.