د پاکستان دفاع وزير: طالبان د دوحې پر تړون عمل نه‌کوي

د پاکستان د دفاع وزير

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، افغانستان د یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ترسره کوي او نه د دوحې پر تړون عمل کوي.

خواجه اصف د جولای پر ۱۵مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان له ۵۰ تر ۶۰ لکو افغانانو ته له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې پناه ورکړې ده.

د ده په وینا: "د دې برعکس په افغانستان کې هغو ترهګرو ته پناه ځایونه ورکړل شوي چې د پاکستانیو وګړو وینې تویوي او دا حالت نور جاري نه‌شي پاتې کېدای."

خواجه اصف له نور تفصیل ورکولو پرته لیکلي: "پاکستان به د خپلو وګړو او خاورې د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو وسایل کار اخلي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ازادي راډیو مشال څانګې ته په یوه پیغام کې د پاکستاني چارواکو څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې ته د اوسېدو او فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.