ايمرجينګ جام سيالۍ؛ د افغانستان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان الف لوبډلې يو لوبغاړی د لوبې پر مهال

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اسیایي شورا په ایمرجينګ جام سیالیو کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.

دا په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې دویمه بریا وه.

افغان الف لوبډلې چې د کرکټ بورډ له‌خوا ورته د افغان ابدالیانو نوم یادېږي تر دې وړاندې د عمان الف لوبډلې ته د ۷۲ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډلې په لومړي وار توپوهنې سره ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۵۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.

د افغان الف لوبډلې په ګټه ریاض حسن په ۱۰۴ توپونو ۸۲، نورعلي ځدراڼ په ۶۲ توپونو ۵۳ او اکرام علي‌خېل په ۴۴ توپونو ۳۴ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

د سریلانکا الف لوبډلې د افغان ابدالیان لوبډلې په ټاکل شوې هدف پسې ۲۴۱ منډې جوړې کړې او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ومنله.

د یادونې وړ ده چې افغان ابدالیان به په ګروپي پړاو کې خپله وروستۍ لوبه راتلونکې سه‌شنبه د بنګله‌دېش الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د اسیا جام ایمرجينګ سیالۍ چې د سریلانکا په کوربه توب روانې دي، اته هېوادونه په‌کې برخه لري چې افغان لوبډله په الف ګروپ کې له عمان الف، سریلانکا الف او بنګله‌دېش الف لوبډلو سره یو ځای شوې دي.