د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د ځوانانو د مهارتونو په نړیواله ورځ د هغو ځوانانو ستاینه کوي، چې په خپلو ټولنو کې بدلون راولي.
دغې ادارې نن په خپل ټویټر کې د تاج ګلې په نوم د یوې راستنې شوې افغانې عکس خپور کړی، چې په وینا یې په ۲۲ کلنۍ کې یې د خیاطۍ کار و بار پیل کړی او تر شلو زیات کارکوونکې لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د دې مېرمنې ډېری کارکوونکي د هرات په جبریل سیمه کې بېځایه شوي یا هم راستانه شوي افغانان دي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت نن په خپل ټویټر کې د دې ورځې په باب لیکلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۴م کال د جولای پنځلسمه د ځوانانو د مهارتونو نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
دغه سفارت لیکلي، چې امریکا د افغان ځوانانو د مهارتونو او روزنې ملاتړ ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې نن سبا ګڼ ځوانان له بېکارۍ او د سالمو مصروفیتونو له کموالي شکایت کوي.