اوکرایني چارواکي: روسیې په شمال ختیځ کې پر سرحدي سیمو د توغندیو بریدونه کړي

اوکراین کې کې د روانې جګړې یو انځور

د اوکراین محلي چارواکو نن ویلي، روسیې د اوکراین په شمال ختیځ کې د سومي ولایت پر سرحدي سیمو د توغندیو بریدونه کړي، چې د ګڼو چاودنو سبب شوي دي.

د سومي پوځي اداره وايي دغه حمله د هغه ډول وسلو په مرسته شوې چې په لسګونو چاودنې کوي.

په دغو چاودنو کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د سومي پوځي ادارې ویلي، چې د استوګنې ګڼې ودانۍ او کرنیز وسایل یا هم تاسیسات تخریب شوي دي.

په همدې حال کې کییف ادعا کوي چې پوځیانو یې په جنوبي سیمه زاپوریژیا کې پرمختګونه کړي او په ختیځ کې یې پر خارکیف او دونیڅک سیمو یې د روسیې د پوځ د تهاجم مخه نیولې ده.