داعش ته د مرستې په تور یو امریکايي وګړی په عمري بند محکوم شوی

د داعش بیرغ

د امریکا یو وګړی چې په کاسوو کې زېږېدلی او د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته یې د زرګونو کسانو په ګمارلو کې مرسته کړې وه، په عمري بند محکوم شو.

د امریکا د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت پرون جمعې له دې اعلان سره ویلي، د میرساد کاندیچ په نوم دغه ۴۰ کلن وګړی د یوې افراطي ډلې د مرستې له کبله په بند محکوم شوی دی.

عدلیې وزارت وايي کاندیچ له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷م کاله پورې د اسلامي دولت ډلې یو لوړ رتبه غړی و، په هغو کلونو کې دغې افراطي ډلې د عراق او سوریې پر زیاتو برخو ولکه ټینګه کړې وه.

دغه کس په ۲۰۱۳م کال کې په نیویارک کې له خپله کوره سوریې ته روان شو او هلته له داعش ډلې سره ملګری شو او له حلب ښار دباندې په یوه جګړه مار بدل شو.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې دغه کس ته وروسته د داعش له خوا امر وشو، چې ترکیې ته لاړ شي او په سوریه کې د داعش لپاره د بهرنیو جنګیاليو او مهماتو په قاچاق کې مرسته وکړي.

د امریکا عدلیې وزارت وايي، دغه کس د داعش د رسنیو د برخې مشري هم کوله.

کاندیچ د ۲۰۱۷م کال په لومړیو کې په بوسنیا کې پټ و، خو د هغه کال په جولای میاشت کې په سرایوو کې تر نیول کېدو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته وسپارل شو.