په جنوبي کوریا کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له کبله ۷ کسان مړه شوي

ارشیف

په جنوبي کوریا کې تر سختو اورښتونو وروسته د بهېدلو سېلابونو او ځمکې ښویېدو په نتیجه کې له پرون راهیسې لږ تر لږه ۷ کسان مړه شوي او درې نور کسان تري تم دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت نن شنبه ویلي، په مرکزي برخه ګویسان کې نن سهار وختي څه باندې ۶۴۰۰ کسانو ته امر شوی، چې د اوبو بند د ډکېدو له کبله ځانونه نورو سیمو ته ورسوي.

په تېرو درېیو ورځو کې د جنوبي کوریا په زیاتو برخو کې سخت اورښتونه شوي او محلي رسنۍ وايي د مړو شمېر ښايي تر دې زیات شي.