ټیکا په جوزجان کې د معلولو کسانو له حرفوي کورسونو سره مالي مرسته کړې

ارشیف

ترکي رسنۍ وايي، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ سازمان یا ټیکا پرون جمعه په جوزجان ولایت کې د معلولو کسانو له حرفوي کورسونو سره مالي مرسته وکړه.

د ترکیې انادولو خبري اژانس پرون راپور ورکړی، چې دغه پروژه د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ سازمان او د افغان معلولانونو د خوندیتوب اتحادیې په مرسته پیل شوه.

د اژانس په وینا، په دغو حرفوي پروګرامونو کې ښځو ته د کلک او اوبلن صابون د جوړولو او نارینه وو ته د بوټونو د تولید او جوړولو، ترکاڼۍ او ولډنګکارۍ مهارتونه وروښوول کېږي.

ویل شوي، دغه حرفوي کورسونه به ۶ میاشتې دوام کوي او ۵۰ معلول کسان به په کې برخه لري.

په خبر کې نه دي ویل شوي، چې د دغه پروګرام لپاره مشخصاً څومره اندازه بودیجه ورکړل شوې ده.