سادات: افغان لوبډله له بنګله‌دېشه د دویمې شل اوریزې سیالۍ د ګټلو هڅه کوي

د بنګله دېش او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د مخکېنۍ سیالۍ یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله هڅه کوي، چې له کوربه هېواد بنګله‌دېش نه د کرکټ دویمه شل اوریزه سیالي وګټي.

افغانستان ونه توانېد په خپله لومړۍ شل اوریزه کې پرون جمعه بنګله‌دېش ته ماتې ورکړي او بنګله‌دېش دغه لوبه په ۲ ویکټو وګټله.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه د لوبې پچه یا ټاس هغوی وګاټه، موږ ته یې د بېټېنګ دعوت راکړ. د افغانستان پیل ښه نه و، خو په میډل ارډر کې نجیب ځدراڼ او محمد نبي او وروسته عظمت اله عمرزي او محمد نبي ښې ملګرتیاوې وکړې او ویې کړای شوای چې بنګله دېش ته مناسب هدف وټاکي."

افغانستان پرون د ۱۵۵ منډو هدف ټاکلی و، خو بنګله‌دېش وتوانېد ورکړل شوی هدف پوره کړي.

دواړه هېوادونه به خپله دویمه شل اوریزه سیالي سبا یکشنبه وکړي.

افغانستان توانېدلی تر دې مخکې له بنګله‌دېش د یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو سیالیو لړۍ وګټي.