د ایران محصلانو د خپل حکومت پر هغه پرېکړه انتقاد وکړ، چې غواړي په تهران پوهنتون کې د عراق د حشدالشعبي ځواکونو غړي د محصلانو په توګه ومني.
په ایران کې ځینو محصلانو دا پرېکړه، پر پوهنتونونو له یرغل یا لشکرکشۍ سره تشبیه کړې او ویلي یې دي چې په پوهنتون کې د حشدالشعبي د پوځي ځواکونو حضور نه مني، دا که په ملکي جامو کې وي یا هم پوځي جامو کې.
د تهران پوهنتون د محصلانو فعالانو ویلي، دا کار د ایران د پوهنتونونو ځپل دي.
د حشدالشعبي د ښوونې او روزنې مرستیال حسین موسوي بخاتي تېره اوونۍ تهران ته د سفر پر مهال د تهران پوهنتون له رییس او استادانو سره په دې برخه کې د توافق او همکارۍ خبر ورکړی و.
ده ویلي وو، چې د عراق د حشدالعشبي پوځیان به د محصلانو په توګه د تحصیل لپاره د تهران پوهنتون ته لېږل کېږي.