بړبوکیو د امریکا د شیکاګو ځینې برخې ځپلي

د شیکاګو یوه څنډه

امریکايي چارواکو پرون وویل، چې تېره اوونۍ د ایلینوی ایالت د شیکاګو سیمې ځینې برخې د یوولسو بړبوکیو له خوا وځپل شوې.

د امریکا د هواپېژندنې ملي ادارې پرون وویل، چې دغه بړبوکۍ نسبتاً کمزورې وې.

په دغو بړبوکیو کې چې تېره چهارشنبه پیل شوې، د چا د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د ځینو کورونو چتونه یې وړي، ونې یې چپه کړي او د سلګونو الوتنو د لغو کېدو سبب شوې دي.