ایستونیا یو روسی استخباراتي افسر امریکا ته سپارلی

د ایستونیا بیرغ

د روسیې یو استخباراتي افسر چې ادعا کېږي روسیې ته یې د امریکا ساخت برښنايي تجهیزاتو او مهماتو په قاچاق کې لاس درلود، د ایستونیا له خوا د امریکا متحدو ایالتونو ته سپارل شوی دی.

پر وادیم کونوسچینوک تور دی، چې د دغو برښنايي تجهیزاتو او مهماتو په قاچاق سره یې په اوکراین کې د روسیې له روانې جګړې سره مرسته کوله.

د امریکا د متحدو ایالتونو فډرال څارنوالانو پرون جمعه دا خبر ورکړی او اټکل شوی چې کونوسچینوک به په ابتدايي ډول په محکمه کې په لومړي وار حاضر کړای شي.

۴۸ کلن کونوسچینوک د ۲۰۲۲م کال په اکټوبر میاشت کې د ایستونیا د چارواکو له خوا داسې وخت ونیول شو، چې هڅه یې کوله له ۳۵ ډوله الکترونیکي پرزو سره روسیې ته واوړي.

څارنوالان وايي، ځینې دغه برښنايي پرزې د امریکا د صادراتو تر څار لاندې وې.