بنګله‌دېش د دوو ویکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه

د بنګله‌دېش او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبې انځور

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لومړۍ شل اوریزه سیالۍ د لوبې د وروستي اور په پنځم توپ د کوربه لوبډلې په بري سره بشپړه شوه.

دغه سیالي چې د کابل پر وخت تر ماسپښین وروسته ۴:۳۰ بجې پیل شوې وه، پچه یې کوربه لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

افغان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپ وهونکو کې محمدنبي عیسی‌خېل نیمه سلیزه ووهله او ۵۴ منډې یې وکړې.

دغه راز عظمت الله عمرزي ۳۳ او نجیب الله ځدراڼ ۲۳ منډې وکړې.

د بنګله‌دېش په توپ اچونکو کې بیا شکیب الحسن دوه او نورو ټولو یوه ـ یوه ویکټ واخیسته.

کوربه لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره ښه پیل نه درلود، دوی خپل لومړني ۴ لوبغاړي ژر ژر له لاسه ورکړل، خو د منځنۍ کچې توپوهونکو یې توحید ریدوی او شمیم حسین ښه ملګرتیا وکړه او سیالي یې وګټله. دواړو په ترتیب سره ۴۷ او ۳۳ منډې وکړې.

که څه هم د لوبې په وروستي اور کې بنګله‌دېش په ۶ توپونو ۶ منډو ته اړتیا درلوده او په لومړي توپ یې څلوریزه هم ووهله، خو کریم جنت په درې پرله پسې توپونو هېټریک ترسره کړ چې یادې لوبډلې ته یې لوبه سخته کړه.

شریف الاسلام د وروستي اور په پینځم توپ څلوریزه ووهله او بنګله‌دېش دغه سیالي وګټله.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې کریم جنت ۳، راشدخان، محمدنبي، فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزي او فرید ملک یوه، یوه ویکټ وسوځوله.

دواړه لوبډله دویمه سیالي د جولای په ۱۶مه نېټه ترسره کړي.