افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې توپوهنه کوي

د بنګله دېش او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله‌دېش پر وړاندې لومړۍ شل اوریزه سیالي ترسره کوي.

دغه سیالي چې د یاد هېواد په سېلهت ښار کې ترسره کېږي، کوربه لوبډلې پچه ګټلې او توپ اچونه یې غوره کړې ده.

د افغانستان په ۱۱ کسیز ترکیب کې نن رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، کریم جنت، راشدخان، مجیب الرحمن، فرید احمد، عظمت الله عمرزی او فضل حق فاروقي اخیستل شوي دي.

دغه راز د بنګله‌دېش په ۱۱کسیزه لوبډله کې بیا شکیب الحسن، لیټن ډاس، روني ټالوکډار، توحید رېدوی، شمیم حسین، مهدي حسن میراز، تسکین احمد، نسیم احمد، شریف الاسلام او مستفیظ الرحمن لوبه کوي.

باید وویل شي چې دواړه لوبډلې به یوه بله شل اوریزه سیالي هم ترسره کړي.