طالب چارواکي: سردار محمد نادر نعیم په یوه حقوقي قضیه کې نیول شوی و

سردار محمد نادر نعیم

طالب چارواکي وايي، سردار محمد نادر نعیم په یوه حقوقي قضیه کې نیول شوی و.

که څه هم د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لمسي سردار محمد نادر نعیم ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې د طالبانو له لوري د ده د نیونې خبر رد کړی و، خو په کابل کې طالب چارواکو د نوموړي نیول او بېرته خوشې کېدل تایید کړي دي.

د پخواني پاچا لمسي محمد نادر نعیم نن ازادي راډیو ته ویلي وو چې "دمګړی کابل کې دی او په خپل کور کې ورځ په ارامۍ سره تېروي."

خو د طالبانو د حکومت د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران نن طلوع نیوز ته ویلي محمد نادر نعیم 'په یوه حقوقي قضیه کې نیول شوی و او بېرته په ضمانت خوشې شوی دی' چې په وینا یې قضیه یې لا هم په محکمه کې روانه ده.

خپله نعیم ازادي راډیو سره خبرو کې د حقوقي قضیې د لرلو یادونه ونه کړه.

له دې مخکې د سفما یا د سویلي اسیا د ازادو رسنیو د بنسټ مشر ضیا بومیا په ګډون ځینو سرچینو ادعا کړې وه چې نادر نعیم د جولای په ۱۳مه د پنجشنبې په ورځ کابل کې نیول شوی دی.

د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لمسی نادر نعیم له کلونو راهېسې افغانستان کې دی او په وروستیو کې دغلته د خیریه بنسټ له لارې له بې‌وزلو سره د بشري مرستو چارې پر مخ وړي.