د لاچین دهلیز بندول؛ د نګورنو قره‌باغ زرګونه اوسېدونکو یې پر ضد مظاهره وکړه

په ستیپانا کیرت کې د مظاهره چیانو یو انځور

د نګورنو قره باغ زرګونه اوسېدونکو نن د دې بیلتونپالې سیمې په مرکز ستیپانا کیرت کې د اذربایجان له لوري د لاچین دهلیز د بندېدو پر ضد مظاهره وکړه.

لاچین د ارمنستان او نګورنو قره باغ ترمنځ یوازینۍ ځمکنۍ لاره ده.

د اذربایجان د سرحدي چارو دولتي ادارې د سه شنبې په ورځ وویل، د لاچین دهلیز د تلاشۍ پوسته یې وروسته له هغه بنده کړه چې د سره صلیب په موټرو کې له ارمنستان څخه د بېلابېلو موادو د قاچاق راپورونه یې ترلاسه کړل.

دغې ادارې ویلي،د تحقیقاتو تر بشپړېدو پورې به دا لاره بنده وي.

دغه اقدام د ارمنستان په خاوره کې د ایسارې نګورنو قره باغ سیمې د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي.

د ارمنستان حکومت وايي چې دا سیمه د خوړو له کمښت سره مخ ده.