واګنر شرکت د څه باندې یو میلیارد روبلو قراردادونه ترلاسه کړي

په مسکو کې د واګنر شرکت مرکزي دفتر

د روسیې دولتي تلوېزیون وايي چې د واګنر د مشر یوګیني پریګوزین پورې تړلو شرکتونو ښوونځیو او روغتونونو ته د خوراکي توکو د رسولو په هدف د څه باندې یو میلیارد روبلو چې ۱۱ لکه ډالره کېږي قرادادونه ترلاسه کړي.

دا وروسته له هغه چې پرګوژین په مشرۍ اجیرو ملېشو د جون په ۲۴په روسیه کې وسله وال بغاوت وکړ، خو وروسته بېرته کرار شول.

د روسیې د پوهنې وزارت په مسکو کې د یو شمېر ښوونځیو لپاره خوراکي توکي له واګنر شرکت اخلي.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له واګنر سره د تړون د لغوه کولو لپاره هېڅ دلیل نه لري.

د جون په ۲۴مه د روسیې د پوځي مشرتابه په وړاندې د پاڅون وروسته، یوګیني پرګوژین لومړی بېلاروس ته لاړ او بیا روسیې ته راستون شو.

د هغه ځای لا نه دی مشخص شوی.