د ارمنستان او اذربایجان مشرانو لیدنه؛ د سولې خبرو کې د پرمختګ هیله‌مندي څرګنده شوې

د عکس ښي لور ته د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان او چپ لور ته د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف د یوې مخکېنۍ لیدنې انځور

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان وايي، د روانې میاشتې په پنځلسمه نېټه به په بروکسل کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف سره وګوري.

پاشنیان نن په یوې دولتي ناسته کې د دې لیدنې خبر ور کړی او ویلي دي، د اروپايي ټولنې د شورا مشر چارلس میشل به هم په دې لیدنې کې د دوی ملتیا کوي.

پاشینان په دې ناسته کې هیله څرګنده کړه، چې له اذربایجان سره د سولې تړون په خبرو اترو کې پرمختګ وشي.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قرباغ په لانجمنه سیمه کې په ۲۰۲۰ کال کې د شپږو اونیو د جګړې پر مهال دواړو خواو ته نږدې ۷ زره سرتېري وژل شوي وو.