د اسیا ایمرجینګ سیالۍ؛ افغان لوبډلې عمان ته د ۲۶۸ منډو هدف ورکړی

د افغانستان او عمان الف لوبډلو د روانو سیالیو یو انځور

د اسیا ایمرجینګ کرکټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن د افغانستان او عمان الف لوبډلو ترمنځ سیالي پيل شوې چې افغان لوري لومړۍ توپوهنه وکړه.

دغه سیالۍ چې په سریلانکا کې پیل شوي، افغان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو ۴۹ اورونو کې ۲۶۷ منډې وکړې.

په افغان توپ وهونکو کې ذبید اکبري ۷۹، لوبډلمشر شاهد کمال ۴۵، نورعلي ځدراڼ ۳۵ او اکرام علي‌خېل ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د عمان لوبډلمشر عاقب الیاس او کلیم الله دوه دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

د اسیا ایمرجینګ سیالۍ د کرکټ اسیايي شورا له لوري د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوي، چې د افغانستان الف لوبډله به خپلې پاتې دوه نورې سیالۍ له سریلانکا او بنګله‌دېش سره ترسره کړي.

دا مهال د عمان الف لوبډله توپوهنه کوي.