کرکټ؛ په امریکا کې 'میجر لیګ' د درېیو افغان لوبغاړو په ګډون پیلېږي

افغان لوبغاړی راشدخان

ټاکل شوې چې سبا جمعه د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرکټ شل اوریز سوداګریز لیګ پیل شي.

دغه لیګ چې د 'میجر لیګ کرکټ' په نامه یادېږي، شپږ لوبډلې به په کې یو د بل پر وړاندې سیالي وکړي.

د راپورونو له مخې، د یاد لیګ اکثره پانګه‌وال د 'آی پي ایل' غوره لیګ د لوبډلو مالکان دي.

په دې لیګ کې به راشدخان او وقار سلام‌خېل د مای نیویارک او قیس احمد به بیا د سن فرانسیسکو یونوکون لوبډلې ته لوبه وکړي.

یاد لیګ به د جولای تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام لري.