د ملالې یوسفزۍ د زوکړې ورځ د زده کړو له حقونو د دفاع ورځې په توګه ومنل شوه

د نجونو د تعلیم فعاله او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د ملالې یوسفزۍ د زوکړې ورځ یې د زده کړو له حقونو څخه د دفاع د ورځې په توګه منلې ده.

وېسټ دغه څرګندونې د جولای د دولسمې، د نجونو د تعلیم د فعالې او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د زوکړې ورځې په مناسبت بېګا ناوخته په یوه ټویټ کې کړي دي.

وېسټ ویلي، افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکې لپاره ستره شتمني ده او دوی مستحقې دي چې د خپلو وړتیاوو د کارولو لپاره زده کړو ته بشپړ لاسرسی ولري.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري هم پرون چهارشنبې په یوه ټویت کې ملالې ته د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړې او له هغې یې مننه کړې چې زده کړې ته د مساوي لاسرسي لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او هم د سختدریځو طالبانو د هغو سیستماتیکو پالیسو پر وړاندې د نړیوال اقدام غوښتنه چې ښځې او نجونې یې له زده کړو او د یوې ښې راتلونکې له هیلو محرومې کړي دي.

په خپله ملالې پرون د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې هیڅکله یې د دې تصور نه و کړی چې په افغانستان کې به یو وخت نجونې له زده کړو بې برخې کېږي.

هغې زیاته کړه، افغانستان دا مهال په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې او ښځې په‌کې له زده کړو بې برخې شوې دي.

نوموړې د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې زده کړو ته لومړیتوب ورکړي او په دې برخه کې پانګونه ډېره کړي.

د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، نجونې او ښځې یې له شپږم ټولګي پورته له منځنیو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو منع کړي دي.