د اروپایي ټولنې د بشري مرستو یوه نوې جوپه کابل ته رسېدلې

د اروپايي ټولنې بیرغ

له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د بشري مرستو یوه نوې جوپه پرون کابل ته ورسېده.

د بحرانونو د مدیریت لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر او د اروپا د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو مسوول ینیز لینارچیچ پرون چهارشنبې په یوه ټويټ کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د هوایي دهلیز له لارې د اروپایي ټولنې د بشري مرستو ۲۹مه جوپه کابل ته ورسېده.

هغه ویلي چې له دې لارې یې د بشرپالو شریکانو له خوا چمتو شوې د ژوند ژغورنې نږدې سل ټنه محموله افغانستان ته لېږدولې ترڅو دا مسئله ډاډمنه کړي چې اړ افغانان طبي او نورو بشري مهمو مرستو ته لاسرسی لري.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' روانه اوونۍ وویل چې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د ۱۵ ميلیون کسانو له ډلې چې له سختې لوږې سره مخامخ دي، اوس یې یوازې پنځه ميلیونو ته مرستې رسولی شي.