د ایران ولسمشر د همجنسپالنې په اړه د لوېدیځ لیدلوري وغندل

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي یوګاندا ته چې د همجنسپالنې په اړه یې په نړۍ کې تر ټولو سخت قوانین جاري کړي، د سفر په ترڅ کې د همجنسپالنې په اړه د لوېدیځ لیدلوري وغندل.

رییسي وویل، نن ورځ لوېدیځ هڅه کوي چې د همجنسپالنې مفکورې ته وده ورکړي او دوی په دې کار سره د ده په وینا د انسانانو د نسل د له منځه وړلو هڅه کوي.

د یوګاندا ولسمشر یوویري موسیویني په مې میاشت کې یو قانون توشېح کړ چې شدیده همجسنپالنه سخت جرم ګڼي او همجنسپالانو ته یې د عمر قید سزا ورکوي.

پر دغه اقدام د بشري حقونو ډلو، د ملګرو ملتونو، د بل جنسیت خوښونکو ملاتړو او لوېدیځو قدرتونو غصه څرګنده کړې ده.