د پاکستان بلوچستان کې د بېلابېلو پېښو له کبله ۱۲ سرتېري وژل شوي

ارشیف: بلوچستان کې د یوې پېښې انځور

د پاکستان پوځ پرون چهارشنبې د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې د وسله‌والو له خوا پر یوه پوځي مرکز د برید په ګډون په سیمه کې د نښتو په ترڅ کې د دولسو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

پوځ او امنیتي چارواکو وویل چې په ژوب کې پر پوځي مرکز د وسله والو په برید او له هغې وروسته نښتو کې نهه سرتېري وژل شوي دي.

پوځ په یوه بله جلا پېښه کې د درېیو نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه سرتېرې د دې ایالت په سوی ولسوالۍ کې پر درنو وسلو سمبالو ترهګرو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

پوځ تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې په ژوب کې پر پوځي مرکز د وسله‌والو له برید وروسته تصفیوي عملیات پای ته ورسېدل او ټول پنځه بریدګر په ځوابي ډزو کې ووژل شول.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې نوې جوړې شوې ډلې په ژوب کې د برید مسوولیت اخیستی او په یوه بیان کې یې ویلي چې د هغو وسله‌والو تصویرونه او ویډیوګانې به خپرې کړې چې په دغه برید کې یې برخه درلوده.