د سالنګونو د ۸۰ کیلو متره سړک د بیا رغونې پروژه پیل شوه

ارشیف: د سالنګونو د رغونې له چارو یو انځور

د سالنګونو د لویې لارې د اتیا کیلو متره سړک د بیا رغونې پروژه پیل شوه.

دا پروژه په شمالي او جنوبي سالنګ کې پلې کېږي چې د افغانستان ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونه او څلور سوداګریز بندرونه له کابل سره نښلوي.

د طالبانو حکومت پرون چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پروژه د خصوصي شرکتونو له خوا په ۲ کلونو کې بشپړېږي.

په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې پر دغې پروژې څومره لګښت راځي او دا لګښت څوک ورکوي.

د سالنګونو لویه لاره چې یوه برخه یې په تونلونو کې دننه ده، له څو کلونو راهیسې کنډه کپره پرته ده او موټر چلونکو او مسافرو یې په ځلونو په اړه شکایتونه کړي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر د لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې د سالنګونو د سړک د رغونې د پيل ژمنه کړې وه.