د ایران ولسمشر په لومړي ځل د افریقایي هېوادونو په سفر وتلی

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي الوتکې ته د ختلو پر مهال

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي افریقا ته په سفر وتلی.

دا سفر داسې مهال کېږي چې ایران د لوېدیځ تر بندیزونو لاندې دی او دا هېواد غواړي د نړۍ په نورو برخو کې د ځان لپاره متحدان ومومي.

رییسي نن کینیا او یوګندا ته خپل سفر پیل کړ.

دا په تېرو څه باندې لسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د ایران یو ولسمشر افریقا ته چې د فرصتونو وچه او د ایران د تولیداتو لپاره یو ښه بازار بلل کېږي سفر کوي.

رییسي به زیمبابوې ته هم ولاړ شي.