د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د مذهبي کرکې اړوند لانجمن پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن د مذهبي کرکې اړوند هغه لانجمن پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له دولتونو غواړي پر خپلو قوانینو غور وکړي او هغه تشې ډکې کړي چې دیني مقدساتو ته د سپکاوي عاملان او د مذهبي کرکې خپروونکي له قانوني تعقیب او مجازاتو خوندي کوي.

دا پرېکړه لیک وروسته له هغه تصویبېږي چې په سویډن کې یوه عراقي وګړي قرانکریم ته سپکاوی وکړ او څو پاڼې یې وسوځولې چې دې کار ټوله نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول.

نننۍ پرېکړه لیک په عین حال کې د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو اندېښنې هم راپارولې دي.

دوی ویلي چې ښایي د آزادیو د خوندیتوب په اړه د دوی تګلارې له ننګونو سره مخ شي.