د پاکستان بلوچستان کې پر پوځي مرکز برید؛ ۴ سرتېري وژل شوي

ارشیف

د پاکستان پوځ او امنیتي چارواکي وايي، د پوځ لږترلږه څلور سرتېري نن په بلوچستان ایالت کې د وسله والو په برید کې ووژل شول.

پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې ګڼ شمېر وسله والو په ژوب سیمه کې د پوځ پر یو مرکز وسله وال برید وکړ چې په ترڅ کې یې لږترلږه پنځه نور سرتېري هم سخت ټپيان شول.

د بیان له مخې، درې وسله وال د پوځ په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.

بیان زیاتوي چې د برید کوونکو د موندلو لپاره پوځي عملیات پیل شوي دي.