د ناټو د سرمشریزې څنډه کې زیلینسکي له بايډن سره وګوري

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره تېر ځل په جاپان کې کتلي و. May 21, 2023

ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وګوري.

زیلینسکي به چې په ناټو کې یې د اوکراین د شاملېدو په اړه د دې تړون د ژمنتیا پر نشتوالي مایوسي څرګنده کړې، نن د ناټو د سرمشریزې په دویمه او وروستۍ ورځ له بایډن او د بریتانیا د صدراعظم ریشي سوناک او د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز په ګډون له یو شمېر نورو لوېدیځو مشرانو سره وګوري.

سوناک پرون وویل چې اووه پرمختللي صنعتي هېوادونه به د یوې موافقې چوکاټ لاسلیک کړي چې اوکراین ته اوږدمهاله امنیتي ضمانتونه ورکوي او هم دې هېواد ته اجازه ورکوي چې د جي اووه ډلې له غړیو سره دفاعي دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړي.

ناټو پرون په یوه بیان کې وویل، د اوکراین راتلونکې په ناټو کې د ننه ده او کییف ته د غړیتوب بلنه به وروسته له هغې ورکړي چې د دې تړون غړي موافقه وکړي او هم لازم شرایط پوره شي.