د انرژۍ نړيواله اداره: د انرژۍ برخه کې پانګونه دوه برابره شوې

ارشیف

د انرژۍ نړیواله اداره وايي، په وروستیو ۵ کلونو کې د تجدید کېدونکې انرژیو په برخه کې پانګونې دوه برابره شوي دي.

د جرمني د 'ډي پي اې' خبري اژانس د راپور له مخې، دې ادارې پرون سې شنبې په خپل تازه راپور کې ویلي چې تر تېر کال پورې د تجدید کېدونکې انرژۍ د کاني موادو لکه لیتیم، کوبالټ، نیکل او مس د کشف لپاره ۲۳۰ میلیارد ډالره پانګونه شوې او ورسره پاکه انرژي ۳۰ سلنه ډېره شوې ده.