امريکا پر ترکيه 'ايف۱۶' جنګي الوتکې پلوري

د امریکا ایف۱۶ الوتکې

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان پرون سې شنبه وویل، د متحدوایالتونو حکومت د کانګریس په مشوره پر ترکیې، 'ایف۱۶' جنګي الوتکې پلوري.

امریکا دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې ترکیې په ناټو تړون کې د سویډن له غړیتوب سره موافقه وکړه.

ترکیه، چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب اصلي خنډ وه، د ۲۰۲۱ په اکټوبر کې له امریکا وغوښتل چې د شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت نورې ایف۱۶ الوتکې او دغه راز د الوتکو پُرزې پرې وپلوري.

ښاغلي سلیوان په لېتوانیا کې د ناټو د سرمشریزې تر پیلېدو مخکې وویل، ولسمشر بایډن پر ترکیې د الوتکو له پلورلو سره موافقه کړې او هېڅ شرط یې ورته نه دی ایښی.