کرکټ؛ بنګله‌دېش په درېیمه سیالۍ کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د بنګله‌دېش او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانو سیالیو یو انځور

بنګله‌دېش په درېیمې سیالۍ کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ افغانستان وګټله.

د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلې په درېیمې یو ورځنۍ سیالۍ کې د ۷ ویکټو په توپير افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن د کابل پر وخت غرمې ۱۲:۳۰ بجې پیل شوې وه، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.

په نننۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې د پیل توپوهونکي ښه ونه ځلېدل او ژر ژر یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

دغه راز د منځنۍ کچې توپوهونکو هم د بنګله‌دېشي توپ اچونکو مقابله ونه کړای شو، او یوازی عظمت الله عمرزی و چې په دې سیالۍ کې یې نیمه سلیزه جوړه کړه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۶ اورونو کې د ۱۲۷ منډو هدف ټاکلی و.

بنګله‌دېش یاد هدف د ۳ ویکټو په تاوان په ۲۴ اور کې پوره کړ.

یادې لوبډلې ته لوبډلمشر لیټن ډاس نیمه سلیزه ووهله او په افغان توپ اچونکو کې یو وار بیا فضل حق فاروقي دوه او محمدنبي یوه ویکټ واخیسته.

په دې سیالۍ کې دوه افغان لوبغاړو عبدالرحمن رحماني او ضیااکبر ته هم په لومړي ځل په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د لوبېدو موقع ورکړل شوې وه.

باید وویل شي چې دغه لوبلړۍ افغانستان دوه د یو پر وړاندې وګټله او دا لومړی ځل دی چې افغانستان په بنګله‌دېش کې له خپل کوربه څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ګټي.

دواړه لوبډلې به د روانې میاشتې په نیمايي کې دوه شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کړي.