د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د کرکټ درېيمه يوه ورځنۍ سیالي پیل شوه

د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د کرکټ د روانو سیالیو یو انځور

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د کرکټ درېيمه يوه ورځنۍ سیالي پیل شوه.

دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجې پیل شوې ده.

د بنګله‌دېش په کوربه توب د دې لړۍ دوه تېرې لوبې افغانستان ګټلې.

د افغانستان او بنګله‌دېش لوبډلې به دوه شل اووریزې لوبې هم وکړي چې لومړۍ یې د جمعې او دویمه یې د راروانې یکشنبې په ورځ په پام کې ده.

د کرکټ په نړیوال جام کې چې د اکټوبر په پنځمه په هند کې پیلېږي هم د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د اکټوبر په اومه له بنګله‌دېش سره پلان شوې ده.