اردوغان په ناټو کې د سویډن د غړيتوب غوښتنه خپل پارلمان ته لېږي

د عکس ښي لور ته د سویډن صدر اعظم اولف کریسټرسون او چپ لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روغبړ پر مهال. د عکس منځ کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان منلې چې ناټو کې د سویډن د غړیتوب غوښتنه به د تصویب لپاره خپل پارلمان ته ولېږي.

سټولټنبرګ پرون د ناټو د سرمشریزې په درشل کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سویډن له صدر اعظم اولف کریسټرسون سره تر کتنې وروسته دا موضوع اعلان کړه.

ټاکل شوې چې د ناټو سازمان په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې پر اوکراین د روسیې د یرغل او د روسیې د ګواښونو پر وړاندې د ناټو د چمتوالي په تړاو خبرې وشي.

دا غونډه نن سه شنبه د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس ښار کې پیلېږي.

ترکیه له څه مودې راهیسې په ناټو تړون کې د سویډن د غړیتوب مخالفت کوي، دا ځکه چې په خبره یې سویډن کوردي فعالانو ته پنا ورکړې ده.

انقره دغه فعالان ترهګر بولي.