نن د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ درېيمه يو ورځنۍ سیالي ده

د بنګله دېش او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانو سیالیو یو انځور

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه به نن ترسره شي.

ټاکل شوې دغه لوبه د بنګله‌دېش د چاټوګرام په لوبغالي کې د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو پیل شي.

افغان ټیم که څه هم دوه پر صفر مخکې دی او د لوبلړۍ جام یې ګټلی، خو بیا هم به په درېیمه لوبه کې به بنګله‌دېش سره مخ شي.

د شنبې ورځې په لوبه کې افغان لوبډلې کوربه لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې چې د اکټوبر په پنځمه په هند کې پیلېږي، د افغانستان لومړۍ لوبه د اکټوبر په اوومه نېټه د بنګله‌دېش پر وړاندې پلان شوې ده.