یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي چې افغانستان کې په دوبي کې د تودوخې له زیاتېدو سره د شدیدې نس ناستي پېښې هم زیاتېږي او که درملنه یې ونهشي، ښايي دغه ناروغي د ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
یونېسف پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په مرسته یې روغتیايي مرکزونو ته د دې ناروغۍ د درملنې بستې انتقال کړي چې د ۱۳۷ زره ناروغانو د درملنې لپاره ترې ګټه اخیستلای شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویل شوي، چې تېر دوبي په افغانستان کې څه باندې دوه لکه کسان په شدیدې نس ناستې یا اسهال اخته شوي، چې ۷۶ یې مړه شوي دي.
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو ۵۴ فیصده او شاوخوا ۸۰ سلنه قربانیان تر پنځو کلونو کمعمره ماشومان وو.