په لېتوانيا کې د ناټو سرمشريزه جوړېږي

د ناټو د غړو هېوادونو بیرغونه

د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو سازمان سرمشریزه نن او سبا د لېتوانیا په پلازمېنه ویلینوس کې جوړېږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په شمول د ناټو د غړو هېوادونو ولسمشران ویلینوس ته تللي دي.

تمه ده په دې غونډه کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو بحثونه وشي.

تر دې سرمشریزې مخکې د ناټو ۲۴ غړو هېوادونو په دې سازمان کې د اوکراین د یوځای کېدو د غوښتنې ملاتړ ښودلی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي هم د ناټو دا سرمشریزه برخلیک ټاکونکې بللې ده.