کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ درېيمه يوه ورځنۍ لوبه کېږي

د بنګله دېش او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانو سیالیو یو انځور

په پام کې ده چې د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ سیالۍ کې سره مخامخ شي.

د بنګله‌دېش په کوربه‌توب د دې لړۍ دوه مخکېنۍ لوبې افغانستان ګټلې، چې لومړۍ یې د باران له کبله د څو وقفو په پای کې د افغانستان په ګټه اعلان شوه او دویمه هم افغان لوبډلې د ۱۴۲ منډو په توپیر وګټله.

سبا د جولای په لسمه د دواړو لوبډلو درېیمه لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي او نتیجه به یې د افغانستان لپاره کوم لوی توپیر ونه‌لري، ځکه لړۍ افغانستان ګټلې ده.

د کرکټ په نړیوال جام کې چې د اکټوبر په پنځمه نېټه په هند کې پیلېږي هم د افغانستان لومړۍ لوبه چې د جولای په اوومه به وي له بنګلدېش سره پلان شوې ده.